د سوركو شونډو او شين خال دي د سپرلي اندازه
د ښكلي حسن به دي څوك ولګوي اندازه


چې ولس مخكې وي روان او دى له شا ورپسې
د قومي مشر وي همدغه د سړي اندازه

د بل په غاړه چې چاړه ږدې يا يې ولې كله
تا لګولې ده د خپل خواږه بچي اندازه ؟

اوس چې چارګل په پوزه نه ږدي زمانه شوه بله
چا له به څه ښكاري له دې نه پښتنې اندازه

د جنګ ترخو - ترخو حالاتو كې چې مينه كوي
له ځينو خلكو مي سعيده د زمري اندازه