چې سوچ مـــــــــې کــــړی په انجام د مينې
ساقي بيا پــــــــورتـــــــه کــړلو جام د مينې


که مې د هــــــيلــــــــــــو ښاپېرۍ يې ګرانې
مخ دي سپوږمۍ کـــــــــــړه ته په بام د مينې


جانانه ! ستا زړه يې اوس غواړي که نه؟
په مـــــا دې پــــــــــــــورې دی الزام د مينې


د جانان زلفـــــې مــــــې خورې دي داسې
په مازديګر پــــــــــــسې مــــــاښام د مينې


د سرو ګلونو غــــــــــوټــــــــــۍ وغوړېدې
ريبار چې راوړلــــــــو الــــــهــــــام د مينې


ای د پامير د تـــــــــــړمــــــو اوښکو جامه!
په ما شراب شــــــــــولــــــــــو حرام د مينې