سيد

Profile Photo

ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه

شــــــــــعــــــــرونــــــه


بس انسان دانسانیت دښمن دی

         

11.11.2008 سيد شاه سقيم

موږ غریبان به بویوو دسر په پور ګلونه

که لیلا وټومبل اوربل کې درې څلور ګلونهزما به دهیلو په ګلبڼ کې شي سمسور ګلونه که سره یو ځای شو نو ستا دمخ پېښې به وکړيګلاب ، نرګس،  غاټول ،  لاله  او یو څو نور ګلونه دوخت شتمنو را نه هر څه تر ګونډو لاندې کړوموږ غریبان به بویوو دسر په پور ګلونه

07.11.2008 سيد شاه سقيم

بیا به د ژڼو دنګو پېغلو اتڼونه کېژي

   

07.11.2008 سيد شاه سقيم

اې څښتنه ته قبوله مې دعا کړه

اې څښتنه ته قبوله مې دعا کړهد طالب بيرغ اوچت پر امريکا کړه په کوهي کې د يوسف ستره ساتونکيه!د زړه يار مې ته راخوشې له کيوبا کړه چې زما وطن په بل خرڅول غواړيته يې جوړه په کاله کې واويلا کړه له ملا محمد عمر نه مې قربان کړېراپېرزو يې ته ديدن ربه پر ما کړه

04.11.2008 سيد شاه سقيم

لويه ربه (ج)!!!

چې  مي مینه رب په تا باندې پیدا کړه ما هغه ګړۍ خپل سمه لار سیوا کړه دا نړۍ  راته فاني دنیا حساب دههوښیارانو توښه جوړه دعقبا کړه د جنت او د دوزخ پروا به څه کړمچې پروا مي شپه او ورځ ستا د رضا کړه چې تمام عمر په فکر د دولت ويهغه خلکو د خپل ځان سره جفا کړه

01.11.2008 سيد شاه سقيم

دوې څلوريزې او دوه شاعران

يو درد او يو ارمان مې په سلګـو غيږې ته راشيله سترګو نه مې اوښکې په څپو غيږې ته راشي زما مات شــــــوي عزم ته د هـجر په ميــــــوند کېستا ياد لکـــــــه مــــــلاله په ټپــــوغيږې ته راشي دوست محمد ځونډى

01.11.2008 سيد شاه سقيم

يوه څلوريزه

كه د كدو ګل نه وي ياره د د بېنډۍ خو راوړه زما ګلونه ډېر خوښېږي څو ګېډۍ خو راوړه دا ستا كوڅې ته وږى درشم  وږى بېرته لاړشم كه ديدن نه وي خداى دي غرقه كړه ډوډۍ خو راوړه

26.10.2008 سيد شاه سقيم

اوس لري غضري په نا اشنا جحیم کې اوسم

نن بیا د وعدې شپه ده انتظاره  ! نڅیدای شېدسترګو په زامبل مې ترسهاره نڅیدای شې ترڅو چې زما په سترګو دا نامراده مستې ځانګيترهغه مې رګونوکې خماره! نڅیدای شې قدم دمسیحا چې مې په کلي کې پردی شودزړه په سرمې ټول عمر پرهاره ! نڅیدای شې په زور د غرغړو  به  د واعظ  فت

25.10.2008 سيد شاه سقيم

ژوند

ژوند مو ډېر لـــــوړو ژورو کـــــــــې روان دیدمرګـــي په ســـوداګروکــــــــــــــــــې روان دی هتکړۍ مو په لاســــونو کـــــې شرنــــــــګېږيخوندترې اخلي ز وروروکـــــــــــــې روان دی ملاجـان پرې له ممبره نــــــــــارې وکـــــــــــړېجنتــــي دی بختــــــــورو کـــــــــــــــې روان دی

25.10.2008 سيد شاه سقيم

ما ورته کرلې ده شپو ته دښکلا سپوږمۍ

ګوره دباران غوندې یاره پر ګریوان راځيما هم وړي دځان غوندې او ښکې مي  پر ځان راځي دښته به مي ګل کاندی شوردمغزو کور ورتهخیال دشنه اسمان غوندې اوري پر بیا بان راځي ما ورته کرلې ده شپو ته دښکلا سپوږمۍستوري وړم پیزوان غوندې ځمه بل جهان راځي حسن ته بې واخلمه ګل ته دپسر

20.10.2008 سيد شاه سقيم

بیګا بیادچا پرديس جانان په تلو وو

نیمه شپه ده زما دیار ډېوه روښانهده ،د چا په انتظار ډېوه روښانه ؟ یوه ناوې هر ماښام په هدیره کېبلوي په یوه مزار ډېوه روښانه دچا پت ،د چاناموس پکې لیلام شولهيچا نه کړه د دې ښار ډېوه روښانه سيلئ! نور د پتنګانو ازار مه وړهنوره پرېږده په کرار ډېوه روښانه

20.10.2008 سيد شاه سقيم

مينه څه ده ؟؟؟

دغه چټه ښکلا ګورهوای په مینه نه رسیږم خپله مینه کې لمبېږيوای په چل یې نه پوهېږم مینه اور مینه سیلاب دیمینه ژوند مینه کتاب دی مینه پوهه ده علمیت دیمینه کار دی شجاعت دی مینه سیند دی لوی دریاب دیمینه شرنګ دی یو رباب دی

20.10.2008 سيد شاه سقيم

معشوقه څه دانارو ونه نه ده

چې مې آه وکړ دشنه اسمان په لورېپه خاطر مې دهجران لبمې دي پورې مانه پاتې یې دسرو ګلو وطنه !راپسې دي دچاسترګې ادم خورې زه له اوښکونه په سرو سترګو شیدایمباراني اوښکوتیې مه توره وه نورې رانه وړی مي نظر افتاب دحسنکه په طول دعمرکسي شي کمزوري

19.10.2008 سيد شاه سقيم

اختر نه دى

هسې نوم یې داختردی اختر نه دیپکې بېل رانه دلبردی اختر نه دی چې داوښکوبدرګوسره رادروميراته بس دغم خبردی اخترنه دی هسې پلوري پیزارتوکي په وګړیوبنجاری دی سوداګردی اختر نه دی تویوي دمورله سترګوسپینې اوښکېتنکی زوی یې مساپردی اخترنه دی

17.10.2008 سيد شاه سقيم

اختر نه دى

هسې نوم یې داختردی اختر نه دیپکې بېل رانه دلبردی اختر نه دی چې داوښکوبدرګوسره رادروميراته بس دغم خبردی اخترنه دی هسې پلوري پیزارتوکي په وګړیوبنجاری دی سوداګردی اختر نه دی تویوي دمورله سترګوسپینې اوښکېتنکی زوی یې مساپردی اخترنه دی

17.10.2008 سيد شاه سقيم

لــــــــــــــــــــــــيـــــــــــــك

په سرو وينو ليک ليکمهبيا جانان ته يې ليږمه د زخمي زړګي تصوير همد ليک منځ کې بندومه غټې غټې درنې اوښکېله چشمانو تو يو مه جګې جګې ورته وايمپښې به لوڅې کړم ورځمه په بل شان تر حم نکړيليونی ځان جوړومه

12.10.2008 سيد شاه سقيم

دا انسانان څه بې پروا انسانان

سبا اختردى خوشحالي ده خلكوپېغلوبه رنګارنګ خالونه جوړوي بوى به دعــطرواو نكــريزو راځــيبيابه  همزولو محفلونه  جوړوي سبا اختردى سبا زړونه  يوشيكركه، كينه له كلي كډه وكړي غاړه غاړۍ به شي ياران يوبل تهكړي به

04.10.2008 سيد شاه سقيم

داوښکو له كوڅې مې غاړګۍ راوړيدي

ګرانې نن مي ستا اختر ته څه ډالۍ را وړېدي داوښکو له كوڅې  مې غاړګۍ راوړيدي د زړه له بټۍ لاندې مي د ستا د ظلم اور دی زخمونه وريت شوي  ما پلۍ راوړېدي باڼه د شوخو سترګو دي که بېرته رانه  واخلی له تل د زخمی زړه نه مي ګېډۍ  راوړېدي

03.10.2008 سيد شاه سقيم

دزړه باغچه کې درته ګل کرمه

دزړه باغچه کې درته ګل کرمهرامبېل،چمبېل،نرګس،سنبل کرمه دا به وعده راسره ږدې جانانهدګلو سېل له به راځې جانانه د زړه باغچه کې درته خيال جوړومد ښاپېريو پکې  ټال جوړوم زما دا هيله به منې جانانهدګلو سېل له به راځې جانانه

28.09.2008 سيد شاه سقيم

پل دي بختور شه

شپې دي د برات  شه  شه کلونه دي اخترپل دې بختور شه ناوې ! پل دي بختور پل دي بختور شه ناوې مينه کې دي کورشونوې اشنايي شوه نوی بل د مينې اور شوستا د حسن شمعه چې روښانه په هر لور شوحسن دي ښکلا دی چېرې مه شه د نظرپل دې بختور شه ناوې پل دي بختور نن چې دي محفل کې خوشحالي ده هم خنداخوښې دي همزولې دي په مينه کړي نڅاي

28.09.2008 سيد شاه سقيم

هلته تخارکې پښتانه خفه دي

داوښکو پېغله مي سرتوره شوله د مهاجر غوندې بې کوره شوله دا هر سحر د ګل په پاڼو ژاړي ځکه اغزو باندې نسکوره شوله چا يې په کلي راکټ و ويشتلو ؟؟؟شوله يتېمه او بې وروره شوله

14.09.2008 سيد شاه سقيم

د اسلام په تمه تمه د کافرو کانې وشوې

په وطن موجوړماتم دیتورتمونو کې مو شپې ديدا د کوم ظالم له لاسهچې ظلونو کې مو شپې دي ګران وطن راته سوراور شود دوزخ  لمبې  ترې  خېژيبل محشر ته حاجت نه شته قيامتونو کې مو شپې ديدا د کوم ظالم له لاسهچې ظلمونو کې مو شپې دي د کابل هره کوڅه موښکلې ښکلې خاطرې دياوس يې وران اوويجاړګورمګړنګونو

14.09.2008 سيد شاه سقيم

زماد روح زما د زړه څښتنه

زه چې تاخلق کړم ته مې وينه په رګوکې شړې تادرنګينوکائناتو غيږکېيوه زره رنګ اويوه ښکلا پيداکړم تامې احساس ته دجمال سندره وويله تامې دزړه په تانده زمکه ارزوګانې شنې کړې تامې دسترګوپه اينو کې يوتصوير کېښود پاس په تصوير دې راته وليکل جانان دې يمه

14.09.2008 سيد شاه سقيم

شي ستا يادونه ملهم کله کله

شي ستا يادونه ملهم کله کلهشېبې خوږې شي د غم کله کله بېله تا زهر شي ګنډېر شي خدايږوخواږه خواږه هم صنم کله کله زړه کې مې اوسې تل تر تله يارهڅه شول چې نه دې وينم کله کله ته مې په خيال کې اوسې ځکه اوريپر ګرېوانه مې شبنم کله کله

14.09.2008 سيد شاه سقيم

د احمق په لټون

         

10.09.2008 سيد شاه سقيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more