په سرو وينو ليک ليکمه
بيا جانان ته يې ليږمه

د زخمي زړګي تصوير هم
د ليک منځ کې بندومه

غټې غټې درنې اوښکې
له چشمانو تو يو مه

جګې جګې ورته وايم
پښې به لوڅې کړم ورځمه

په بل شان تر حم نکړي
ليونی ځان جوړومه

د جانان د کلي منځ کې
سمې چيغې به وهمه

ګوندې سخت زړه يې شي نرم
خپل ګرېوان څيرې کومه

يا خو سم به يې زړه سوړ شي
له ګړنګ ځان غورځومه

يا خو ښي به شي نيکمله!
يا به غم ته غاړه ږدمه