سبا اختردى خوشحالي ده خلكو
پېغلوبه رنګارنګ خالونه جوړوي

بوى به دعــطرواو نكــريزو راځــي
بيابه  همزولو محفلونه  جوړوي

سبا اختردى سبا زړونه  يوشي
كركه، كينه له كلي كډه وكړي

غاړه غاړۍ به شي ياران يوبل ته
كړي به ښكاره دزړو آرمان  يو بل  ته

سبااختردى خلك مينه پالي
خوزمونږدهسكې مېنې  ټال  شلېدلى

زوى مړې موربه دزوى قبرته ځي
آه- كوم ظالم ترې  داګلاب  وژلى

په دې اختركې څو همزولي نشته
خال ترې شغا د سرو مرمۍ وران كړى

ګودر يې وران منګي يې دړې وړې
پېزوان يې تورې بلاګۍ وړى دى

زلفې يې ډكې له ګردونو ښكاري
شال يې داوسپنې سېلۍ وړى دى

سبا اختردى خوشحالي ده خلكو
خودهلمند له زړګي  زور الوتى

اوس يې په تلوكې هغه شورنشته
اوس يې په غېږه كې ټكورنشته

په څادرناست په مازيګركې درى څلورملګري
تېراختر وو خوسږ  په كور نشته

هلته شينډنډ هم خپل ملګري ژاړي
له هرې لوېشت دسرخوړلي ماشوم آه  راو ځي

لكه ګلان مړاوي پراته دي پرې خزان ګډشوى
له ټپ او ټپه يې څه سوي اوازونه راځي

سبا اختردى خوشحالي ده خلكو
خودغه كلى څه عجب كلى دى

دا انسانان  څه  بې  پروا انسانان
دكلي هغه خواسازونه  دي مېلې  جوړدي

خودغه نورخلك دغم په ټغرونوناست دي
دوى لا په ويركې راته نورې سختې شپې لټوي

هلته په كوركې كوربانه كلابند
له چادحق غوښتنه هم نشي كړاى

په خپل وطن كې پښتانه كلابند
سبا اختردى خوشحالي ده خلكو

خودوه همزولي په خپل كورنشته
اختره مونږستا دپاللو نه يو

په ژوبلوزړوزنوكې موزور نشته