ګرانې نن مي ستا اختر ته څه ډالۍ را وړېدي

داوښکو له كوڅې  مې غاړګۍ راوړيدي

د زړه له بټۍ لاندې مي د ستا د ظلم اور دی

زخمونه وريت شوي  ما پلۍ راوړېدي

باڼه د شوخو سترګو دي که بېرته رانه  واخلی

له تل د زخمی زړه نه مي ګېډۍ  راوړېدي

ګرېوان مي خپله ګنډم ليونی می ولې بولې ؟

له تار او له  دا ستنو مي قطۍ راوړېدي

د زړه بازار مي وران دی جز باروت پکښې خرڅيږي

چا توپ او طياره  ده  چا مرمۍ راوړېدي

وصال مي ستا نوش نکړ په هجران کې دي کړېږم

لکه شمع سرې لمبې مي په کوپړۍ  راوړېدي

خپل ځان به صدقه کړم ستا له يوې  لحظې خندا نه

ما  ټولې ارزو ګانی سپېلنۍ راوړېدي

 د شونډوشراب راکړه دا  د سروسترګو په جام کې

حفيظ مليار عذ رونه  په زولۍ راوړېدي