کلى خاموش و ، په خالي کوڅو کې يې تش باد لګېده ، ډېر وګرځېدم ، هيڅوک مې پيدا نه کړل چې د اختر مبارکي ورکړم .
يو ناڅاپه مې مخامخ غونډۍ ته پام شو ، ټول کليوال هلته راغونډ شوي وو ، په منډه – منډه ولاړم .
د ( اختر مو مبارک شه! ) ، جمله مې په لاره تکراروله ، ور ورسېدم ، کليوال مې ټول غلي وو ، په لوړ غږ مې مبارکي ورکړه ، خو هيچا هم ځواب را نه کړ .
په سترګو مې توره شپه شوه ، سر مې وګرځېد او ځاى پرځاى کېناستم .
يو وخت چې په خود شوم د قبرونو منځ کې ناست ووم او د وژل شويوو کليوالو جنډې مې په سر رپېدې .