دزړه باغچه کې درته ګل کرمه
رامبېل،چمبېل،نرګس،سنبل کرمه


دا به وعده راسره ږدې جانانه
دګلو سېل له به راځې جانانه

د زړه باغچه کې درته خيال جوړوم
د ښاپېريو پکې  ټال جوړوم

زما دا هيله به منې جانانه
دګلو سېل له به راځې جانانه

زما د پاکې مينې ښکلي بڼ کې
ستا د ښايسته حسن منلي بڼ کې

د وفا لاس به راکوې جانانه
د ګلو سېل له به راځې جانانه

زما د مينی او سرو ګلو باغچه
د رنګينو ،باغ او بلبلو باغچه

بيا له خزانه به ساتې جانانه
دګلو سېل له به راځې جانانه

ترڅو په دی باغچې خزان ګډشي
په سرو ګلونو مي تالان ګډشي

پاس په لېمو به قدم ږدې جانانه
د ګلو سېل له به راځې جانانه