شپې دي د برات  شه  شه کلونه دي اختر
پل دې بختور شه ناوې ! پل دي بختور

پل دي بختور شه ناوې مينه کې دي کورشو
نوې اشنايي شوه نوی بل د مينې اور شو
ستا د حسن شمعه چې روښانه په هر لور شو
حسن دي ښکلا دی چېرې مه شه د نظر
پل دې بختور شه ناوې پل دي بختور

نن چې دي محفل کې خوشحالي ده هم خندا
خوښې دي همزولې دي په مينه کړي نڅا
يې د نجونو ميره ټول دا ستا په تماشا
رب دي په نصيب کړه په ژوندون کې زېب اوزر
پل دي بختور شه ناوې پل دي بختور

ناوې نوي ژوندکې خوشحالۍ دي شه نصيب
کور دی بختور شه خوږ اشنا دي شه طبيب
اور يې چې بلېږي پاک الله يې شي قريب
وي دي په امان کې افغاني ښکلی بشر
پل دي بختور شه ناوې پل دي بختور