د طالبانو د حكومت، لومړۍ شپې ورځي وې، چي د كابل راډيو يو خبر خپور كړ. دا چي نوموړى خبر يو څه په زړه پوري معلومېږي، نو غوره مي وګڼله، چي دلته يې تاسو درنو لوستونكو ته كټ مټ خپور كړم.


د كابل، د ده افغانانو د اسمايي غره له لمني څخه يوه كورنۍ له پنځو كلونو وروسته د ځمكي له لاندي څخه ژوندۍ راووته، د موضوع د زياتي روښانتيا لپاره دا دى، د نوموړي كورنۍ مشر زموږ سره په سټډيو كي ناست او خپل د سترګو ليدلى حال به تاسي ته په خپله ووايي.


”بسم الله الرحمن الرحيم،

زما نوم عبدالله، د كابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونكى يم، د مجاهدينو د بري په لومړيو شپو ورځو كي مي د اسمايي غره په ډډه كي ځانته يوه خونه جوړه كړه، چي له خپلي كورنۍ سره په كي اوسېدم. خو له بده مرغه د مجاهدينو د خپلمنځي جګړو په دوران كي د سكر يو توغندى زموږ له انګړ څخه لږ څه پورته ولګېد،

چي په نتيجه كي زموږ انګړ، د غره تر يوې ډېري ستري ډبري لاندي شو، خو د لوى خداى  شكر ګوزاره يم، چي موږ ته د سر كوم زيان راونه رسېده. د ډبري له ښويېدو سره جوخت، له بهر سره زموږ د تماس ټولي لاري وتړل شوې،

يوازي يو كوچنى سورى موجود و، چي موږ ته يې د ژوندي پاته كېدو چانس راپه برخه كړ. خواړه مو د ډېر كم وخت لپاره درلودل، اوبه مو د يو څاه په كيندلو تر لاسه كړې. خو له بده مرغه د څو ورځو تر تېرېدو وروسته زموږ خوراكي مواد خلاص او په دې برخه كي له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوو.

بله بوختيا مو نه درلوده، يوازي د لوى خداى  په عبادت بوخت وو. رښتيا خبره ده، چي خداى  خپل مخلوق ته په هر ځاى او هر حالت كي روزي وركوي. د څو ورځو او شپو له تېرېدو وروسته زموږ خوني ته د شپې په تياره كي د تيارو خوړو رارسېدل پيل شول،

په لومړي سر كي مو وېره درلوده، خو د لوږي، د توان د نه درلودلو له امله مو د خوړو په خوړلو پيل وكړ. پنځه كاله مو بې تكليفه تېر كړل،

خو په دې و روستيو وختونو كي د پرله پسې بارانونو له كبله ډېري زياتي اوبه زموږ د اوسېدو خوني ته راغلې. نور مو د حركت توان نه درلود، هره ګړۍ مو د مرګ شېبې شمېرلې، تيار خواړه هم راڅخه پاتي وو،

په دې وخت كي مو د يوې سختي زلزلې ټكانونه حس كړل، چي په نتيجه كي زموږ د خوني له سره، د غره هغه ستره ډبره هم وښويېده.


خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چي...

“ په همدې وخت كي د ماشومانو مور

د سهار د لمانځه لپاره له خوبه راپاڅولم او خوب مي نيمګړى پاته شو.