هسې نوم یې داختردی اختر نه دی
پکې بېل رانه دلبردی اختر نه دی


چې داوښکوبدرګوسره رادرومي
راته بس دغم خبردی اخترنه دی


هسې پلوري پیزارتوکي په وګړیو
بنجاری دی سوداګردی اختر نه دی


تویوي دمورله سترګوسپینې اوښکې
تنکی زوی یې مساپردی اخترنه دی

چې پغلټوبه لمانځه په مکیزونو
ها اومیدلا مهاجردی اخترنه دی

ماوې سږخوبه خوشال په وطن تېرشي
سږخو لا په اوښکوتردی اخترنه دی

رانه کوردی اوراخستی ټغرنشته
بختیارځکه وچ کسکردی اخترنه دی