نیمه شپه ده زما دیار ډېوه روښانه
ده ،د چا په انتظار ډېوه روښانه ؟
یوه ناوې هر ماښام په هدیره کې
بلوي په یوه مزار ډېوه روښانه
دچا پت ،د چاناموس پکې لیلام شول
هيچا نه کړه د دې ښار ډېوه روښانه
سيلئ! نور د پتنګانو ازار مه وړه
نوره پرېږده په کرار ډېوه روښانه
بېګا بیادچا پرديس جانان په تلو وو
تاوېدله تر چينار ډېوه روښــــــــانه
بس وهل مو په تيارو کې تيندکونه
ښکاره نه شوه ټوله لار ډېوه روښانه
که راتلې په هديره اشنا ځونډيه!
زما خواته کړه يو وار ډېوه وښانه 
20.10.2008
- سيد شاه سقيم
دغه چټه ښکلا ګورهوای په مینه نه رسیږم
خپله مینه کې لمبېږيوای په چل یې نه پوهېږم
مینه اور مینه سیلاب دیمینه ژوند مینه کتاب دی
مینه پوهه ده علمیت دیمینه کار دی شجاعت دی
مینه سیند دی لوی دریاب دیمینه شرنګ دی یو رباب دی...
20.10.2008
- سيد شاه سقيم
ګوره دباران غوندې یاره پر ګریوان راځيما هم وړي دځان غوندې او ښکې مي پر ځان راځي
دښته به مي ګل کاندی شوردمغزو کور ورتهخیال دشنه اسمان غوندې اوري پر بیا بان راځي
ما ورته کرلې ده شپو ته دښکلا سپوږمۍستوري وړم پیزوان غوندې ځمه بل جهان راځي
حسن ته بې واخلمه ګل ته دپسر...