ګوره دباران غوندې یاره پر ګریوان راځي
ما هم وړي دځان غوندې او ښکې مي  پر ځان راځي


دښته به مي ګل کاندی شوردمغزو کور ورته
خیال دشنه اسمان غوندې اوري پر بیا بان راځي


ما ورته کرلې ده شپو ته دښکلا سپوږمۍ
ستوري وړم پیزوان غوندې ځمه بل جهان راځي


حسن ته بې واخلمه ګل ته دپسر لي دګل
زړه بې کړم دځان غوندې هسې نه خزان راځي

 

وره  ته  چې  وقار وروړې  یادې به سجدې نه شوې
ښکاري لږ نا ځوان غوندې ځکه خو ارمان  راځي