دغه چټه ښکلا ګوره
وای په مینه نه رسیږم

خپله مینه کې لمبېږي
وای په چل یې نه پوهېږم

مینه اور مینه سیلاب دی
مینه ژوند مینه کتاب دی

مینه پوهه ده علمیت دی
مینه کار دی شجاعت دی

مینه سیند دی لوی دریاب دی
مینه شرنګ دی یو رباب دی

مینه بحر دی طوفان دی
مینه دا فاني جهان دی

مینه ښه شانتې نغمه ده
یوه ښکلې ترانه ده

دا د ژوند مانا  ده مینه
هم د خوند مانا  ده مینه

څوک د خدای سره کړي مینه
د عقبا په لارې سر دي

څوک په دې فاني جهان کې
د ریا په لارې سر دي

مینه کور مینه دلبر دی
مینه زوردی اوهم زر دی

څوک د کار سره کړي مینه
څوک مین په خپل هنردی

څوک روزګار سره کړي مینه
هم پیشوا دی هم رهبر دی

د یار مینه زوریدل دي
په سور اور کې سوزېدل دي

د پتنګ انجام د مینې
په لمبو کې لمبېدل دي

د مین په برخه ګوره
مایوسې ده ژړېدل دي

د جانان مینه د سره
په سور اور ورته دانګل دي