چې مې آه وکړ دشنه اسمان په لورې
په خاطر مې دهجران لبمې دي پورې
مانه پاتې یې دسرو ګلو وطنه !
راپسې دي دچاسترګې ادم خورې
زه له اوښکونه په سرو سترګو شیدایم
باراني اوښکوتیې مه توره وه نورې
رانه وړی مي نظر افتاب دحسن
که په طول دعمرکسي شي کمزوري
په بیاض دمخ به نه وینم خالونه
ما دهیند په نجوم ګرکتلي ستوري
ترې نسکوره پیمانه مې دوصال شوه
ساقي آه کړ چې تعلې یې دي نسکورې
خپرې زلفې چې تیارې وې دخیالونو
تورې لړې په اسمان شولې چې ښورې
دځدانې له باغه والوته فراق شو
وخت هماکړه زړه منلی نه شي نورې
دبلبل غوندې چې مینه ګل په ګل کا
څوک یې کله دعاشق په سترګو ګوري
معشوقه څه دانارو ونه نه ده
چې ممنون یو په ثمرکړي بل په سیوري
دسرتیر دمینې ګل خزان په څه شو
چې شبنم یې دلیمو ورباندي اوري