چې مي مینه رب په تا باندې پیدا کړه
ما هغه ګړۍ خپل سمه لار سیوا کړه
دا نړۍ راته فاني دنیا حساب ده
هوښیارانو توښه جوړه دعقبا کړه
د جنت او د دوزخ پروا به څه کړم
چې پروا مي شپه او ورځ ستا د رضا کړه
چې تمام عمر په فکر د دولت وي
هغه خلکو د خپل ځان سره جفا کړه
د مادي دنیا متاع ده د څو ورځو
غافل مشه اوخروي تحفه پیدا کړه
چې د زړونو په رضا رب خوشحالېږي
راشه داسې انساني احساس اشناکړه
د اخلاص او صداقت لوړه رتبه ده
د کعبې د پیروانو ځان همراه کړه
په کوم ملک كې چې رښتني ورورګلوي وي
د هغه خلکو روزګار ربه صفا کړه
چې د بخل او کینې نه نه مړېږي
هغه قام هغه ولس ربه پناه کړه
افغاني دا صدا قت لوى عبادت دی
قام په صدق کې حاصل د خدای رضا کړه