نن بیا د وعدې شپه ده انتظاره ! نڅیدای شې
دسترګو په زامبل مې ترسهاره نڅیدای شې
ترڅو چې زما په سترګو دا نامراده مستې ځانګي
ترهغه مې رګونوکې خماره! نڅیدای شې
قدم دمسیحا چې مې په کلي کې پردی شو
دزړه په سرمې ټول عمر پرهاره ! نڅیدای شې
په زور د غرغړو به د واعظ فتوا کڼه کړم
جنونه ! که په روح کې مې ترداره نڅیدای شې
ازل یې په هرنفس کې خوږمن زیګروي کرلي
منم دې په دې کلي کې سنګساره! نڅیدای شې
ترڅوچې په دې چم کې سرکښي په ځان غره وي
په هر درشل دسرو وینو افشاره ! نڅیدای شې
اوس لري غضري په نا اشنا جحیم کې اوسم
که راغلم بیا مې مخې ته نیګاره! نڅیدای شې