اورېدلې مي كيسه ده خدايزده كله
له ملا نه ، له عامي نه كه له بله
يو سپين ږيرى چې يې وخت د ځكندن وو
په هوښيارو كې هوښيار او عزتمن وو
خپل زامن يې كړل په ځان باندې چاپېره
وې خبر درته كووم چې نه شي هېره
څه چې شته نيم يې په ما پسې خيرات كړئ
څه يې وېش څه يې پاخه او څه سقات كړئ
نيم يې وركړئ د كوم ځاى نامي دله ده
كوم احمق ، نادان ، رزيل ، حرا مزاده ته
چې په نوم د حماقت ترې څوك بر نه وي
دغه نيمه برخه ټوله دي دده وي
سړى مړ شو د خيرات كټوې بار شوې
ګېډې ډكې د دارا او د نادار شوې
زامن ټول شول مصلحت يې سره وكړ
د احمق سړي لټون ته يې زړه ښه كړ
وېل فرض كړى مو بابا پر مونږ دا كار دى
پسې ګرزو په دې ښار كه په بل ښار دى
ګوندې وي چې په دې كار كې كوم حكمت وي
د سپين ږيرو خو په نېكو مصلحت وي
زامن لاړل نيمه برخه يې تر ملا كړه
په شپو شپو يې خپل زاړه كلي ته شا كړه
د احمقو يې څارله هره لاره
پسې تلل له يوه ښاره تر بل ښاره
لټاوو هغوى احمق چې ښه ښاخدار وي
احمقان خو ګنې هر چرته بسيار وي
خو ښاخدار احمق هيڅ چېرې پيدا نه شو
څو چې سر يې د پايتخت په كوڅو وشو
دوى له ورځو يوه ورځ ليدل په ښار كې
چې را جوړې دي مېلې په هر بازار كې
هرې خواته را ټول شوي ښه ځوانان دي
څوك يې پېغلې څوك زاړه څوك هلكان دي
د چا شونډو كې موسكاوې دي غوړېږي
څوك تندي پر زنګنو وهي ژړېږي
يو خوا ساز دى پايكوبي ده او خندا ده
بل خوا چيغې دي نارې دي او ژړا ده
چا كږه شمله پر سر ايښې خوښي كړي
چا له برېتو نه تار ايستي زبوني كړي
وروڼه ګرزي په مېلو كې هورې ، دورې
دوى لېدې هغه كانې چې نه وې چېرې
دوى ليدل چې د مېلې په هغې خوا كې
تخت ځلېږي د رنګونو په رڼا كې
په كې ناست يو عزتمن سړى دى ګوره
چې ورېږي پرې ګلان له هره لوره
طلايي تاج يې پر سر لكه د لمر دى
تيار سۍ ورته سردار دى كه لښكر دى
جوړ ټولګى ورته ولاړ دى د ساقيانو
ښكلې پېغلې او پكې دي د زلفانو
د مېلې پر بله خوا بله كيسه ده
دوى ليدل چې هلته بله هنګامه ده
دوى ليدلو يو سړى چې عزتمن دى
له يوې پښې له ونې نه ځوړند دى
څوك يې سر وهي په سر څوك په سوكانو
نه زړه سوى د جنكو نه د ځوانانو
له ماشوم نه هم خيرات د خپل سر غواړي
خو وهي پكې هر څوك د لاس سوباړي
د سپين ږيري زامن ډېر ورته حيران شول
بيا په لټه د دليل او برهان شول
له يو چا ځيني يې وكړل تپوسونه
چې راښيه د خداى پار دى دليلونه
د يوه مو ولى دومره هر كلى كړ
او له بل ځيني مو جوړ د كوڅې سپى كړ
وې هغه چې اوس د تخت پر سر مستي كړي
پس له دى نه به پر مونږه بادشاهي كړي
او دا بل چې تا ليده سر په ژړا وو
يو ساعت مخكې زمونږ پر سر بادشاه وو
مونږ د نوي هر كلى كړو څه چې غواړي
بيا چې زوړ شو نو وهو پكې سوباړي
د بابا زامنو ووېل چې مو وموند
ها احمق چې مو په ټول جهان كې نه موند
د شاهي په باغ كې ناست نه ويني مني
ښه پوهېږي د سبا سوباړې ويني
نيمه برخه د بابا يې را بهر كړه
بيا يې ټوله د پادشاه په لاس كې وركړه