شي ستا يادونه ملهم کله کله
شېبې خوږې شي د غم کله کله
بېله تا زهر شي ګنډېر شي خدايږو
خواږه خواږه هم صنم کله کله
زړه کې مې اوسې تل تر تله ياره
څه شول چې نه دې وينم کله کله
ته مې په خيال کې اوسې ځکه اوري
پر ګرېوانه مې شبنم کله کله
شي ستا يادونه ملهم کله کله
شېبې خوږې شي د غم کله کله
بېله تا زهر شي ګنډېر شي خدايږو
خواږه خواږه هم صنم کله کله
زړه کې مې اوسې تل تر تله ياره
څه شول چې نه دې وينم کله کله
ته مې په خيال کې اوسې ځکه اوري
پر ګرېوانه مې شبنم کله کله