سيد

Profile Photo

ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه

شــــــــــعــــــــرونــــــه


نه مې سیاله اوس کابل ، نه پېښور کې کومه پیغله ــ اغلې بلېنډه بدرۍ

حالات دا سې د اریوب په لراو بر کې کومه پیِغلهوبه نه کسې سره لاسونه هم اختر کې کومه پیغلهما هر توری مرواري کړ ما د ستورو اوبه ورکړېنه مې سیاله اوس کابل ، نه پېښور کې کومه پیغلهدا ګلاب به د هغې وي تاسې پټ ورپسې ګورئله قطاره چې تنها ځي مازیګر کې کومه پیغلهدې ماشوم سره تصویر دی الله دا څنګه بشره دهته وا کښلې مصویر په مخ د لمر کې کومه پيغلهکلیه  ! نور به لا د کوم یو قیامت په انتظار وېنه د

06.09.2009 سيد شاه سقيم

د اغلې (ياسمين وفا) په زړه پورې غزل

کله چي اميد خپلي غوټۍ ته ګوته و نيسي زړه مي دې ناتر سه دنياګۍ ته ګوته و نيسي ته چي وعده وکړې انتظار مي د ماشوم غوندي

06.09.2009 سيد شاه سقيم

شاعر او ښاپېرۍ ـــ د اناهيتا غرڅنۍ ژباړه

شاعر او ښاپېرۍ سره ملګري شول. ښاپېرۍ ،شاعر ته خپله بڼکه او شاعر ،ښاپېرۍ ته شعر ډالۍ کړ. شاعر بڼکه د خپل شعري ديوان په مېنځ کې کېښوده او شعرونو يې اسماني رنګ واخيست . ښاپېرۍ شعر زمزمه کړ او خولې يې د مينې خوند واخيست . خدای (ج) دواړو ته وويل : په دې کار مو خپل ځان ته ژوند ګران کړ ! شاعر ، چې اسمان وويني نو مځکه ورته کوچنۍ شي . او ښاپېرۍ ،چې دمينې خوند وڅکي اسمان ورته تنګ شي !!!

04.09.2009 سيد شاه سقيم

تنها ـــ سپوږمۍ

  تاتـه څـه پته ده چې زه داسـې تنها ولـې يـم؟چې پخپل ذات کښې سمندر يم نو صحرا ولـې يم؟د روح تړون د عنکـبوت د تار په څـير که نه  دىنو په قربت کې بيا په دومره فاصلـه ولـې يـم؟زه د ژوندون په ﻻر يوازې خپـې تڼاکې تلـمهد زړګي ډاډ له زمـا زړه کې اسويلـى هم نه ووخو بس يو زه وم يو مي تـګ وو ناپوره ، ناتمـامد هاړ غرمو کې مي د ژوند څوک لاروى هم نه ووخو خداى خبر چې د کوم لوری م

04.09.2009 سيد شاه سقيم

تــــــــنــــــــهـــــــــا ـــــــــــ سپوږمۍ

  تاتـه څـه پته ده چې زه داسـې تنها ولـې يـم؟چې پخپل ذات کښې سمندر يم نو صحرا ولـې يم؟د روح تړون د عنکـبوت د تار په څـير که نه  دىنو په قربت کې بيا په دومره فاصلـه ولـې يـم؟زه د ژوندون په ﻻر يوازې خپـې تڼاکې تلـمهد زړګي ډاډ له زمـا زړه کې اسويلـى هم نه ووخو بس يو زه وم يو مي تـګ وو ناپوره ، ناتمـامد هاړ غرمو کې مي د ژوند څوک لاروى هم نه ووخو خداى خبر چې د ک

03.09.2009 سيد شاه سقيم

اخــــــــــــــتــــــــــــره ـــــــ اغلې بلېنډه بدرۍ

اختره اې ښکلیه اختره زه بخښنه غواړمسږکال دې نشم لمانځیما مې چمبه سوځلېزما له سندرو نه اروا ختلې ګنې ګیډۍ قمیس ښه ډک په پاولوها زرزري سالو اوس هم لرمههم به نکریزې یوې کڅوړې کې وي تاخ کې پرتېخو زه بخښنه غواړمدا ځل دې نشم لمانځیاوس مې ها مستې سهیلې نیمې هم پاتې نه ديدوی سره غبرګې يې چمبې لمبه شوېاختره اې ښکلیه اختره ته به ګورې کنهدا په مالت کې څومره ماتې

01.09.2009 سيد شاه سقيم

بلنډې بدرۍ ته ـــــــ جميل اخوند زاده

ته پرې خبره یې که نه ملالې !ستا کورته بیا سره انګریزان راغلي ستا وروڼه اوس هم شته دي ډلې ډلېخواوس جذبه او ایمان زنګ وهليخلکو ایمان خپل په ډالرو خرڅ کړستا خویندې واړه شوې سرتورې دلتهڅوک دلته نشته چې پرواه یې وکړيستا په مصرو او ټپو ګردپریوتی

29.08.2009 سيد شاه سقيم

خـــــــــــــال ـــــ اغلې بلېنډه بدرۍ

هو ............... ته به خفه وې رانهتا به له ما څخه ګیله کړې وي چې ته مې روغ ولیدې بیا هم نه مسکه شوم او نه مې ستړي مشي درکړه د یخو یخو اوبو ډک کنډول خو لرې پریده خو ما هم هاغه د جنګونو لاره هاغه د غرونو له وطن راغلې له شنه سهاره تر ماښام څارلهمیندې به ناستې ډکې سترګې بوټ وتلي زړونه خویندې پرتې به په سجدو وې او دعا په ژبو له ماشومانو اروا وتې ترې مستي هیره وه څوک

27.08.2009 سيد شاه سقيم

د كاڼــــــــــي زړه ــ اناهيتا غرڅنۍ

ښه تيره چاړه په لاس كېاو يو زړه يې راتوږلوما وېل دا څه کړې ظالمېدغه کار خو ناروا دی ؟دې وېل دا کرښې چې ګورېدي له کاڼو څخه کلکېنه په اوښکو را پستيږينه په غم د چا تتيږيڅه پكار دی داسې زړهرګ ، ريښه لري د غره !!!

26.08.2009 سيد شاه سقيم

د يتيم اوښکه ـــ روهيلۍ

د هسکو غرونو لړ کېد تيرو پرښو په منځ کېيو وړکوټی مرغزی وپاتې شوی د غره سر کېمورې نه وه خوا يې تشهپه نارو اوپه چغارو ووبس يواځې يي مخ کړید الله په لور تنها وويو ځل بيا مي هير يادونهتېر خنجر د زړه په کور کړوهغه خيال هغه پرهر چېد يتيم د اوښکو جوړ وود بارخو په لويه دښتيېيو کاروان د اوښکو تللیخدای خبر چې څه سيلاب وود غمونو پرې تير شویوچې شونډې

26.08.2009 سيد شاه سقيم

ربـــــــــــــــــــه ! ــ سمیع الدین افغاني

ربه ستـــا دربار دی لـــــــــویربه ستـــا دربار دی لــــــــویموږیو ټـول ستــــــــا ثنا ګویتـه عزت چــــــاته نصیب کړېڅـوک ذلیل کړې سیـــاه رویتفـــــاوت لري خالقــــــــــــــــــــهستـا مخلوق په رنګ ا وخوییو هـــوښیـــارکـــــــوي کا رونهبل جــــــــاهل بې ادب لـــــــویڅــوک ظالم خـــــــانه خرابــــهد ی مــــــکاره درواغـــــــګویرب

26.08.2009 سيد شاه سقيم

سپین غره ـــــــــ اناهیتا غرڅنۍ

سپین غره ای سپین غره ته څومره لوړ يېڅومره لوی ېې ستا کنګل شوې څوکېڅومره ښکلې تکې سپینېلکه سپيڅلې مقدسې پیغلې٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫اې سپین غره !څومره دنګ ېې څومره لوی څومره غښتلیچې دې دا دنګې تکې سپینې څوکېان د اسمان د زړه تر سره رسياو د اسمان سترګې هم تاته اوړيد باد مهین لاسونه ستا د تن په هر یو نښترپه هرې لمنځې، او وابختې،زړغونځي تیرويورته ځولۍ ځولۍ راګونه او تالونه ښاييچې یوه شيبه درسره

21.08.2009 سيد شاه سقيم

روژه راغله ـــــــــ حلـــــــــــــــم شملزى

روژه راغله  را پيدا شولو سوچونه ورځې لويې شوې لنډېږي ماښامونه د غوصې نه به دماغ د چا پړسېږي چې شي پورته و اسمان قيمتونه هره ورځ به وي ګواښونه د جګړو دا د ځينو به شي مات پکې سرونه څوک به صبر خداى ته وکړي په روژه کې ورپه برخه به ثواب شي جنتونه ستا ياران به پکې خوښ وي شلمزيه د شپې لولي او د ورځې کړي خوبونه

21.08.2009 سيد شاه سقيم

يو فدايي ژڼکي ته نصحيت ـــ اغلې بلېنډه بدرۍ

زه دې ځار شمه ژڼکیهستا له هر ګړندي پلهصدقه شمه لوګی شمخو لږ تم شه یو څه وایمآه له سترګو دې قربان شمزه دې هره بلا واخلموا ژڼکيه میړنیهزه منم چې بهادر يېتا کفن تر سر تړليله جهانه بې پروا يېته په دین دومره مین يېچې کیسه کې د ځان نه يېآه ..... دا څومره بختور يېڅو شیبې پس به شهید شېاخ څه لوړه مرتبه دهجنتونو کې به ګرځېپيغمبر (ص) سره به ناست وې

20.08.2009 سيد شاه سقيم

د آزادۍ څـــــــــــــــلـــــــى ـــ انجينر عبدالوکيل متين

سر دي په اسمان لگي، منار د آزادۍ يې ته!پت د افغانانو يې، يادگار د آزادۍ يې ته! ته يې د مشرق ځمکې، د غرونو د زمرو اوازته يې د ځنځير، او زولنو دماتېدو اوازاې د استقلال څليه! تلوار د آزادۍ يې ته! ته يې د غازيانو، د سرو وينو ولولو محصولته مو د نيکونو، خويندو، ورونو د جذبو محصولاې د خپلواکۍ نښې!، اختيار د آزادۍ يې ته! ته د يرغلگرو هر يرغل ته د عبرت مثالته يې د ملالې، د ايوب د لوړ غيرت مثالته يې "اکبري" گوزار، گوزار د آزادۍ يې ته!

20.08.2009 سيد شاه سقيم

ستړی قسمت ـــــــ اغلې نوريه وهاب شيلګرۍ

سهار ښکلى ښايسته وځت ووګل ګلاب زما په بخت وو چې دیدن له یې ورتلمهښایسته چمنی تخت وو خو په پاڼویې ازغي ووپه منګل یې شکول سخت وو بس چې څنګ ته ورغلمهناګهانه ولویدمه هم مي ګل رپې رپې شوهم په زړکې زخمي شومه

18.08.2009 سيد شاه سقيم

د ګلابونو په ښکلا کې راله شک پيدا دى ـــ سعيد زابلى

چې څه به وکړي دې معما کې راله شک پيدا دى رايه به ورکړو خو پاچا کې راله شک پيدا دى نن دي په نه خبره څه ډول خواږه وکتل جانانه ستا په دې موسکا کې راله شک پيدا دى ملنګه ستا له اوږدې ږيري او تسپو نه قربان زور د غيران وو ستا دوعا کې راله شک پيدا دى واى سل دي ومره يو دي مه مره پخوانى متل دى مړه پرېږده يې دې وينا کې راله شک پيدا دى سعيده ما چې دي ليدلې کليوالې پېغلې د ګلابونو په ښکلا کې راله شک پيدا دى 

18.08.2009 سيد شاه سقيم

زما له لکه وينه په رګونو کې بهېږي جانان ــ سيد شاه سقيم

په زړه را اوري يوه ګړۍ مي نه هېرېږي جانان زما له لکه وينه په رګونو کې بهېږي جانان  روح به مي والوزي له تنه زاره چاودى به شم خداى مکړه چا که وېل چې نن درنه بېلېږي جانان 

17.08.2009 سيد شاه سقيم

ګوانتانامو ته ليک ــــــ اغلې بلېنډه بدرۍ

ګونتانامو، ته به هم یادې ساتېستا پر تور زړه باندې به پاتې اوسيلکه د کاڼو کرښې زمونږ د ژڼو ارادې ، عقیدېګونتانامو، ته به هم هیرې نه کړېهاغه له نوره ځينې ډکې بشرېها اوږدې څڼې تاړې واړې ځوانۍها کړنګولې انګازې د قرانهالمدې شونډې د الله په نامهها غټې غټې مطمینې سترګېګونتانامو ،زمونږه ژڼي خو به بیرته راشيستا ها شکنجې ، او عذابونه به له ټولو هیر شيخو ته به هیرې نه کړېتل به دې غوږ کڼوي

17.08.2009 سيد شاه سقيم

رنځور ګـــــــــــلاب ــــــــ خدايد داد مقروال

زه دي وينم ګران هيواده سورګلابه ! ډېر لوېدلى يې دژوند له اب وتابهيوچنجى دى پنجابى دى چې په سترګونه ښكارېږينه په ورځ اونه په شپه كې معلوميژي خپروي په نيمه شپه كې وزرونهپاكستان دى چې په برخې  توپانو كې دي مزلونهستا بستر دى  داظالم چنجى ليدلى تر غونچې پورې څوځلې درغلىستا په سرو نازكو پاڼو باندې پرېوزيستا دزړه ستا دسينې په اوبوكښېوزي له ښكلا سره دي كړي نامرده مينهوچوي دي دسينې رنګينه وينه

17.08.2009 سيد شاه سقيم

د نبيلې غــــــزل د نظم پر ليکه ځواب ـ ورېښمينه سعادت

ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي د مرګي په خوب ويده يې او که ړوند يې د پښتون د ننګ شمله په ټيټېدو ده ته خبر ورباندې نه يې او که ړوند يې د ښکېلاک پر وړاندې ستره مبارزه !يوې بلې قربانۍ ته ضرورت دی د خوب وخت نه دی يرغل په وطن شوی بغاوت او سرکشۍ ته ضرورت دی د پرنګ او د اورنګ لښکرې يو شوې ستر عظمت د ګندهارا غواړي چې لوټ کړي په بخدي د تيموريانو واکمني شوه او تاريخ د اوستا غواړي چې لوټ کړي د باتورو پښتنو شاه ځلمو

16.08.2009 سيد شاه سقيم

ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي ــ نبيله غزل

ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي د مرګي په خوب ويده يې او که ړوند يې د پښتون د ننګ شمله په ټيټېدو ده ته خبر ورباندې نه يې او که ړوند يې د ښکېلاک پر وړاندې ستره مبارزه !يوې بلې قربانۍ ته ضرورت دی د خوب وخت نه دی يرغل په وطن شوی بغاوت او سرکشۍ ته ضرورت دی د پرنګ او د اورنګ لښکرې يو شوې ستر عظمت د ګندهارا غواړي چې لوټ کړي په بخدي د تيموريانو واکمني شوه او تاريخ د اوستا غواړي چې لوټ کړي د باتورو پښتنو شاه ځلمو

16.08.2009 سيد شاه سقيم

د عاشق د جدايي احوال ـ شهيد عبدالمجيل شيلګرى

 تنهاپروت يم په بسترکوم خوبونه نوردسترګومي طواف کړي په ملکونه که تمام جهان يوبل خواسره واوړي زه دخپل وصال په فکر يم محذونه سر مي ايښى دژړا په بالښته دی تنها وړمه اورد عشق په اند امونه  سرتورسريمه ولاړ په سره افتاب کې مسافر يمه او قات سخت مي جوند ونه هيڅ مي ‌‌تمع نه ورکېږي ستا له مخ نه که لاوکړې تردې زيات

16.08.2009 سيد شاه سقيم

زه خو دي شعر نه لولم ــــ بلېنډه بدرۍ

زه خو دي شعر نه لولمماته يې مه رالیږهځکه چې ستا شعرونه((رقیبه ورک شه یاره راشه کنه ))له دې اپلتو ډک ديزه خو دي شعر نه لولمماته يې مه رالېږهځکه چې ته شعرو کېد خپل ګاونډ د خپل ټبر او مالتد تورسریو قدمونه شمارېپه غبرګو ړوند شې مسلمانې پښتنې یادوېپرتا افسوس چې څومره سپکې دا درنې یادوېزه خو د ي شعر نه لولمماته يې مه رالېږهځکه چې ستا په هر یو بیت کې تصویردا ستا د مړه احساس ښه روڼ ځلېږيچې ته پرداسې ح

16.08.2009 سيد شاه سقيم

دا ته څومره زړور يې ـــــ اغلې بلېنډه بدرۍ

دا ته څومره زړور يې وا دا څومره لوی یاغي يېچې د څو روپو دپارهد خپل خدای (ج) سره په جنګ يېد رسول (ص) مخالفت کړېله قرآنه يې اوښتیای په غبرګو سترګو ړوند شېته نه ګورې عزتونهد ملالو لوټل کېږيستا پر وړاندې له سپین ګیروټول کالي يې ایستل کېږيتي خواره د خپلو میندو سره غبرګ په اور کې سوزيته اوس هم ټوپک پر غاړهد کاپیرو ساتندوی يېکله مخکې کله

15.08.2009 سيد شاه سقيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more