د هسکو غرونو لړ کې
د تيرو پرښو په منځ کې
يو وړکوټی مرغزی و
پاتې شوی د غره سر کې
مورې نه وه خوا يې تشه
په نارو اوپه چغارو وو
بس يواځې يي مخ کړی
د الله په لور تنها وو
يو ځل بيا مي هير يادونه
تېر خنجر د زړه په کور کړو
هغه خيال هغه پرهر چې
د يتيم د اوښکو جوړ وو
د بارخو په لويه دښتيې
يو کاروان د اوښکو تللی
خدای خبر چې څه سيلاب وو
د غمونو پرې تير شوی
وچې شونډې يې د لوږې
ډير په زړه بې وزلې کړی
بې کسي يې ورته مخ وو
لکه تورببرى سيځلى
دواړه لپه يې نيولي
د حکمت لوی يې درګاه ته
د رڼو اوښکو دعا يې
ورليږله پاک الله ته
په زړګي کې غوټه شوې
هره غوټه يې سپړله
څه الها يې وه په زړه کې
څه ناکام بې وسه کړی
د غريب يتيم په زړه کې
څه ارمان و ځای نيولی
د غريب يتيم په زړه کې
څه ارمان و ځای نيولى