ښه تيره چاړه په لاس كې
او يو زړه يې راتوږلو
ما وېل دا څه کړې ظالمې
دغه کار خو ناروا دی ؟
دې وېل دا کرښې چې ګورې
دي له کاڼو څخه کلکې
نه په اوښکو را پستيږي
نه په غم د چا تتيږي
څه پكار دی داسې زړه
رګ ، ريښه لري د غره !!!


26.08.2009
- سيد شاه سقيم
د هسکو غرونو لړ کېد تيرو پرښو په منځ کېيو وړکوټی مرغزی وپاتې شوی د غره سر کېمورې نه وه خوا يې تشهپه نارو اوپه چغارو ووبس يواځې يي مخ کړید الله په لور تنها وويو ځل بيا مي هير يادونهتېر خنجر د زړه په کور کړوهغه خيال هغه پرهر چېد يتيم د اوښکو جوړ وود بارخو په لويه دښتيېيو کاروان د اوښکو تللیخدای خبر چې څه سيلاب وود غمونو پرې تير شویوچې شونډې...
27.08.2009
- سيد شاه سقيم
هو ............... ته به خفه وې رانهتا به له ما څخه ګیله کړې وي چې ته مې روغ ولیدې بیا هم نه مسکه شوم او نه مې ستړي مشي درکړه د یخو یخو اوبو ډک کنډول خو لرې پریده خو ما هم هاغه د جنګونو لاره هاغه د غرونو له وطن راغلې له شنه سهاره تر ماښام څارلهمیندې به ناستې ډکې سترګې بوټ وتلي زړونه خویندې پرتې به په سجدو وې او دعا په ژبو له ماشومانو اروا وتې ترې مستي هیره وه څوک...