کله چي اميد خپلي غوټۍ ته ګوته و نيسي
زړه مي دې ناتر سه دنياګۍ ته ګوته و نيسي
ته چي وعده وکړې انتظار مي د ماشوم غوندي
ستوري حسابي سپيني سپوږمۍ ته ګوته ونيسي
ځکه مين توب او ليونتوب سره تړلي دي
مينه ليونۍ سي ليونۍ ته ګوته و نيسي
ياره په ډاډه زړه د ګلاب سره سيالي وکړه
سترګه د (( وفا)) به ستا ځوانۍ ته ګوته و نيسي
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري


04.09.2009
- سيد شاه سقيم
شاعر او ښاپېرۍ سره ملګري شول.
ښاپېرۍ ،شاعر ته خپله بڼکه او شاعر ،ښاپېرۍ ته شعر ډالۍ کړ.
شاعر بڼکه د خپل شعري ديوان په مېنځ کې کېښوده او شعرونو يې اسماني رنګ واخيست .
ښاپېرۍ شعر زمزمه کړ او خولې يې د مينې خوند واخيست .
خدای (ج) دواړو ته وويل :
په دې کار مو خپل ځان ته ژوند ګران کړ !
شاعر ، چې اسمان وويني نو مځکه ورته کوچنۍ شي . او ښاپېرۍ ،چې دمينې خوند وڅکي اسمان ورته تنګ شي !!!...
06.09.2009
- سيد شاه سقيم
حالات دا سې د اریوب په لراو بر کې کومه پیِغلهوبه نه کسې سره لاسونه هم اختر کې کومه پیغلهما هر توری مرواري کړ ما د ستورو اوبه ورکړېنه مې سیاله اوس کابل ، نه پېښور کې کومه پیغلهدا ګلاب به د هغې وي تاسې پټ ورپسې ګورئله قطاره چې تنها ځي مازیګر کې کومه پیغلهدې ماشوم سره تصویر دی الله دا څنګه بشره دهته وا کښلې مصویر په مخ د لمر کې کومه پيغلهکلیه ! نور به لا د کوم یو قیامت په انتظار وېنه د...