حالات دا سې د اریوب په لراو بر کې کومه پیِغله
وبه نه کسې سره لاسونه هم اختر کې کومه پیغله

ما هر توری مرواري کړ ما د ستورو اوبه ورکړې
نه مې سیاله اوس کابل ، نه پېښور کې کومه پیغله

دا ګلاب به د هغې وي تاسې پټ ورپسې ګورئ
له قطاره چې تنها ځي مازیګر کې کومه پیغله

دې ماشوم سره تصویر دی الله دا څنګه بشره ده
ته وا کښلې مصویر په مخ د لمر کې کومه پيغله

کلیه  ! نور به لا د کوم یو قیامت په انتظار وې
نه دې ژڼي په حجرو کې نه ګودر کې کومه پیغله 

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري