شاعر او ښاپېرۍ سره ملګري شول.
ښاپېرۍ ،شاعر ته خپله بڼکه او شاعر ،ښاپېرۍ ته شعر ډالۍ کړ.
شاعر بڼکه د خپل شعري ديوان په مېنځ کې کېښوده او شعرونو يې اسماني رنګ واخيست .
ښاپېرۍ شعر زمزمه کړ او خولې يې د مينې خوند واخيست .
خدای (ج) دواړو ته وويل :
په دې کار مو خپل ځان ته ژوند ګران کړ !
شاعر ، چې اسمان وويني نو مځکه ورته کوچنۍ شي . او ښاپېرۍ ،چې دمينې خوند وڅکي اسمان ورته تنګ شي !!!



04.09.2009
- سيد شاه سقيم
تاتـه څـه پته ده چې زه داسـې تنها ولـې يـم؟چې پخپل ذات کښې سمندر يم نو صحرا ولـې يم؟د روح تړون د عنکـبوت د تار په څـير که نه دىنو په قربت کې بيا په دومره فاصلـه ولـې يـم؟زه د ژوندون په ﻻر يوازې خپـې تڼاکې تلـمهد زړګي ډاډ له زمـا زړه کې اسويلـى هم نه ووخو بس يو زه وم يو مي تـګ وو ناپوره ، ناتمـامد هاړ غرمو کې مي د ژوند څوک لاروى هم نه ووخو خداى خبر چې د کوم لوری م...
06.09.2009
- سيد شاه سقيم
کله چي اميد خپلي غوټۍ ته ګوته و نيسي
زړه مي دې ناتر سه دنياګۍ ته ګوته و نيسي
ته چي وعده وکړې انتظار مي د ماشوم غوندي...