ته پرې خبره یې که نه ملالې !
ستا کورته بیا سره انګریزان راغلي


ستا وروڼه اوس هم شته دي ډلې ډلې
خواوس جذبه او ایمان زنګ وهلي
خلکو ایمان خپل په ډالرو خرڅ کړ
ستا خویندې واړه شوې سرتورې دلته
څوک دلته نشته چې پرواه یې وکړي
ستا په مصرو او ټپو ګردپریوتی


خو بیا هم یو زیری کووم درباندې

چې ستا په کورکښې اوس یو څو ملالې
نورې هم شته چې ستا ټپه ووایي
دخپلو ورڼو او زامنو په زړه
يو ځلې بیا دایمان اور تازه کړي
ستا یو څو وروڼه بیدارشوي دی اوس
ستا ددې کور دحفاظت په خاطر
ستا یو څو وروڼو تورې پورته دي نن

ته اوس بیغمه شه میراته نه یې
ستا په میراث باندې یو څو ملالې
نورې هم شته چې ستا ټپه وساتي
دلته (بدرۍ) شته ده (غزل) لرو مونږ
نوربه زمونو ځوانان بې غمه نوي

دښکېلاکګرو نورې شپې کمې دي