090824111903_hashimzada

هشمزاده جانانه ! څومره تلوار درڅخه وشو  ؟

تا خو هيڅ كله هم له دومره بېړې څخه كار نه اخيست .

ايله تر دغه اختره پورې خو به دي لا په خپل درانه غم باندې نه ژړولم .

ايا له تا څخه د ورېندارې هغه غوښتنه  هم هېره شوه چې (( لاړ شه پېښور ته كميس تور ماته راوړه . ))

جانانه ! دومره تلوار ؟؟؟

تر اوسه پورې خو لا ستاسو  په دروازه كې پاشلې هغه اوبه هم وچې شوې نه دي چې سپين سرې موركۍ درپسې د خداى په اماني په وخت وپاشلې .

جانانه  ! هغه پښتنې سترګې دي سترګو ته نه درېدې چې ستا د خداى په امانۍ په وخت له اوښكو ډكې وې ؟

جانانه ! ولې دي د څو تنو د خوشحالولو په خاطر هغه پښتنې سترګې د تل د پاره له اوښكو ډكې پرېښودې .

ګوره ! ګرانه ! تاته نه وه مالومه چې دغه خلك زما او ستا د ژوند هيڅ پروا نه لري ؟

ظالمان به راباندې زړونه يخ كړي ، ملګري به  را باندې په چيغو ـ چيغو وژاړي خو دوى ؟؟؟

دوى به زما او ستا له شهادت  څخه څو ساعته وروسته يوازې د خپلې وېب پاڼې په سر كې يو عكس او يو راپور وچلوي .

دوى به  په سيمه كې كوم بل مجبور پيدا كړي خو ستا كونډه مېرمن ، بوره مور او وراره خور به تاله كومه كوي ؟؟؟

هغه پښتانه به ستا خالي ځاى په چا ډكوي چې تا يې په ريښتنې توګه  زګيروي  ته د چيغو جامې ور اغوستې . ؟؟

ګوره جانانه ! هغه چا چې تا يې د خوشحالولو په موخه خپله د ګل غوندې ځواني د بلا په خوله كې وركړه ونشواى كولاى چې نن ستا د بورې مور دلاسه وكړي . هغوۍ اوس هم خاندي ، د تېر په څير ورځني كارونه په مخ بيايي ، او د نن ورځې روژه مات ته هم د پروني په څېر هوسېږي . خو ستا په كور كې  نن د روژه ماتي د ډوډې  هره ګوله په اوښكو لنده ده . او ګمان نه كېږي چې په لسګونو روژې وروسته دي هم څوك داسې په خوښۍ روژه مات وكړي څنګه يې چې تېره شپه له تاسره يو ځاى كړى وو .  

جانانه ډېر تلوار دي وكړ .

زه پوهېږم چې ستا لېدو ته د جنت حورو دومره تلوار درلود چې تر اختره پورې خولا څه تر روژه ماتې پورې يې لا هم راسره پرې نښودې .

جانانه ! خداى پاك وايي چې روژه زما د پاره ده او بدله يې هم زه په خپله وركوم .

خو جانانه ته ډېر بختور يې ، ځكه چې تاد هغه خداى دربار ته د هغه خداى د دښمنانو په مرميو سورۍ او په خپلو وينو سره روژه وروړه . او ښه هم پوهېږي چې خداى پاك زما او ستا د مشرانو غوندې زما او ستا له درده ناخبره  نه دى .

جانانه ! تاخو به په خداى وسپارم خو خپل دغه ليوني زړه ته  څه ځواب وركړم چې هېره شېبه ورباندې د سهارنۍ پرخې په څېر ورېږې ؟

نه پوهېږم هغه څنګه د كاڼي زړونه وو چې ستا  پر نازك بدن يې ړندې مرمۍ چلولې . !

په مونږ پښتنو باندې خو د هيڅ چا زړونه ونه سوځېدل . يوازې يوه اثرا راته پاتې ده هغه هم زما او ستا خداى ،

ګرانه باور لرم چې په هغه ګران يو ، هغه مو ناز اخلي . او هغه مو د ځان بولي .

جانانه ! لكه چې  تر اوسه دي لا خداى  ته نه دي ويلي چې زه يې ډېر په بېرحمۍ وژلى يم .

 حتمآ ورته ووايه .

د خپلې بورې موركۍ ، كونډې مېرمنې ، واوري خور او بې وروره ورور د بې وسه چيغو يادونه ورته خامخا وكړه .

هغه به دي خا مخا ناز واخلي .

هغه دي پر دښمن ډېر زورور دى .

روح دي ښاد اوسه .