اختره اې ښکلیه اختره زه بخښنه غواړم
سږکال دې نشم لمانځی
ما مې چمبه سوځلې
زما له سندرو نه اروا ختلې
ګنې ګیډۍ قمیس ښه ډک په پاولو
ها زرزري سالو اوس هم لرمه
هم به نکریزې یوې کڅوړې کې وي تاخ کې پرتې
خو زه بخښنه غواړم
دا ځل دې نشم لمانځی
اوس مې ها مستې سهیلې نیمې هم پاتې نه دي
دوی سره غبرګې يې چمبې لمبه شوې
اختره اې ښکلیه اختره ته به ګورې کنه
دا په مالت کې څومره ماتې دړې
ها پریوتلي دیوالونه نیمې سوې کوټې
منم د کلي سر کې
ها تر ګودر رارسیدلې هدیره به دې نو
هم له نظره سرسري تیره وي
پکې په سرو اوشنو جنډو به دې وي سترګې پاتې
اختره اې ښکلیه اختره زه بخښنه غواړم
دا ځل دې نشم لمانځی
ځکه مالت کې مو له ډيرو خونو
ها څڼیور او اتڼچیان ژڼکوټي
او هم له ځينو دنګې دنګې پیغلې
تیره جمعه په یوه ورځ دې هدیره کې ښخ شول
اختره اې ښکلیه اختره زه پوهیږمه چې
ته بختور يې ته له عرش راغلی
ته د قران له سیپارو راوتی
خو زه بخښنه غواړم
دا ځل دي نشم لمانځی
ځکه چې اوس یو څو راپاتې جونه
څوک لا خپل پلار او څوک لا وروڼه ژاړي
د ناوکیو مو لمدو تختو کې سترګې پاتې
میندې وي ناستې هدیره کې ترماښامه پورې
لا پرهرژلي مو د ښار په روغتونو کې پراته
لا يې د مرګ او ژوند څه پته نیشته
هو ته به ګورې لا یو څو ژڼي مالت کې ګرځي
هو صدقه دې شم اختره دا یو څو ووړکي مو
له ها بمباره ځینې روغ پاتې دي
خو ته پوهیږې ؟

چې دې ټولو نن بیعت کړی دی
که ورته ځیر شې هر یو ځان پورې دی بم تړلی
صبا ته ځي د صلیبیانو په کاروان ورخېږي
نو اې اختره بختوره صدقه دې شمه
اوس راته ته ووایه
چې داسې حال کې به دې څنګه لمانځم ؟