شاعر او ښاپېرۍ سره ملګري شول.

ښاپېرۍ ،شاعر ته خپله بڼکه او شاعر ،ښاپېرۍ ته شعر ډالۍ کړ.

شاعر بڼکه د خپل شعري ديوان په مېنځ کې کېښوده او شعرونو يې اسماني رنګ واخيست .

ښاپېرۍ شعر زمزمه کړ او خولې يې د مينې خوند واخيست .

خدای (ج) دواړو ته وويل :

په دې کار مو خپل ځان ته ژوند ګران کړ !

شاعر ، چې اسمان وويني نو مځکه ورته کوچنۍ شي . او ښاپېرۍ ،چې دمينې خوند وڅکي اسمان ورته تنګ شي !!!