تاتـه څـه پته ده چې زه داسـې تنها ولـې يـم؟
چې پخپل ذات کښې سمندر يم نو صحرا ولـې يم؟
د روح تړون د عنکـبوت د تار په څـير که نه دى
نو په قربت کې بيا په دومره فاصلـه ولـې يـم؟
زه د ژوندون په ﻻر يوازې خپـې تڼاکې تلـمه
د زړګي ډاډ له زمـا زړه کې اسويلـى هم نه وو
خو بس يو زه وم يو مي تـګ وو ناپوره ، ناتمـام
د هاړ غرمو کې مي د ژوند څوک لاروى هم نه وو
خو خداى خبر چې د کوم لوری مې ته خواته راغلې
زمـا زخمـونه دي ټـول ومينځـل په مـينـه باندې
زمـا منـزل دي متـعيـن کـړو حوصلـه دې راکړه
او
لکه د سيوري راسره شوې په هر سيـمه بانـدې
خو ته مي سـيورى نه وې کلـه چې به نـمر پريوتو
لکـه سـپوږمۍ به ضيـاباره شوې زمـا په تيـرو
او
کـه مايوسی به لکه شپه مې په هستـۍ خوره شوه
د روڼ سحـر زيـرى به راوړو ستا د لمـر پلوشو
دومـره الفـت چې زمـا زړه زمـا له واکـه ووت
نور هرڅه هېر شو بس يو ته مې د ارمان مـدار شوې
نتېجه دا شوه که مي دوست وې نو نزدې شوې دومـره
زما په ساه کښې شوې شامـل زمـا د زړه درزار شوې
ستـا د الـفـت په پـرخـه زه لکـه ګل خور لاړمـه
ته د خوشـبوی پـه څېـر زمـا لـه غېـږه لرې لاړې
چې د عـرفـان دي ژونـدون راکـړو لازوال د کـړمه
نو بيـا نـاڅـاپـه رانـه داسـې لـرې ولـې لاړې
د زړه رومـی مـې لـه هـاغـې ورځې نه اې تبريزه
ستـا په تکل او جستـجـو کښې ناقــراره ګـرځـي
د هغه څـو لمحـو مستـي چې پرې هستي مخمـور وه
هغـه الـفـت هغـه قربـت پسـې بـې واره ګرځـي
اوس خو بـه پوهـه يـې اشنـا چـې زه تنها ولې يـم
چې پخـپـل ذات کښې سمندر يم نو صـحرا ولـې يـم
د روح تـړون د عنـکـبوت د تـار په څـېر که نه دى
نـو پـه قربـت کښې بيا په دومره فاصلـه ولـې يـم؟