زه خو دي شعر نه لولم
ماته يې مه رالیږه
ځکه چې ستا شعرونه
((رقیبه ورک شه یاره راشه کنه ))
له دې اپلتو ډک دي
زه خو دي شعر نه لولم
ماته يې مه رالېږه
ځکه چې ته شعرو کې
د خپل ګاونډ د خپل ټبر او مالت
د تورسریو قدمونه شمارې
په غبرګو ړوند شې مسلمانې پښتنې یادوې
پرتا افسوس چې څومره سپکې دا درنې یادوې
زه خو د ي شعر نه لولم
ماته يې مه رالېږه
ځکه چې ستا په هر یو بیت کې تصویر
دا ستا د مړه احساس ښه روڼ ځلېږي
چې ته پرداسې حال کې
چې صلیبیان ملالې بیايي او قران سوځوي
له باباګانو کالي کاږي او په سپو يې داړي
ويده کمکي د میندو غېږ کې وژني
مړو ته مو اور اچوي
ته اوس هم ما ، ،،یادا جینۍ، یا ها جینۍ یادوې
چینې ته ګورې لارې څارې او بلۍ یادوې
په تا دې مور بوره شي
چې تا تراوسه پکې چیغه د تکبیر ونه کړه
زه خو دې شعر نه لولم
پرتا او ستا په احساس تو لعنت شه
ماته يې مه رالیږه
هغه به داد پرې درکړي
چې يې دا ستا په شان ضمیر ويده احساس ويده وي
۱۱-۶-۲۰۰۶
بلېنډه بدرۍ
اریوب ـــــ ګل غونډۍ