ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي
د مرګي په خوب ويده يې او که ړوند يې
د پښتون د ننګ شمله په ټيټېدو ده
ته خبر ورباندې نه يې او که ړوند يې
د ښکېلاک پر وړاندې ستره مبارزه !
يوې بلې قربانۍ ته ضرورت دی
د خوب وخت نه دی يرغل په وطن شوی
بغاوت او سرکشۍ ته ضرورت دی
د پرنګ او د اورنګ لښکرې يو شوې
ستر عظمت د ګندهارا غواړي چې لوټ کړي
په بخدي د تيموريانو واکمني شوه
او تاريخ د اوستا غواړي چې لوټ کړي
د باتورو پښتنو شاه ځلمو کوره !
ستا هر ګل کې د شهيد د وينو رنګ دی
يو ځل بيا د انقلاب تورې ته لاس کړه
د جنت جنت وطن په نامه جنګ دی
خپل لغمان او نورستان له ځان سره کړه
کونړونه هم خبر په معامله کړه
يو توپان د غليمانو په کاله شه
د غورځنګ او د پاڅون جيګه جنډه کړه
د خالص بابا سپين غر په لمبو سوزي
ادم خان * پسې تور غر ته خبر ورکړه
که تخار درباندې ملا نه تړي خير دی
هلته ښکته پېښور ته خبر ورکړه
په واڼه او باجوړ د قيامت ورځ ده
د مسيدو ستر ټبر ته خبر ورکړه
چې د سوات د دنګو پېغلو تپوس وکړي
اپريدو پسې خيبر ته خبر ورکړه
په ميوند کې د جګړې پرېوتی توغ بيا
سره منګول د مېړنۍ ملالې غواړي
کنداري ځلمي له تندې جل وهلي
يو ټپه د خوږياڼۍ ملالې غواړي
که نه بيا به ماشومان د غېږو وژني
اوس نه جيګ شه د چنګېز مقابلې ته
هلمندۍ خور مې بې ستره درنه نه کړي
ملا دې تړه د انګرېز مقابلې ته
د ناګار قلم ته وينې د زړه ورکړه
راژوندۍ چې بيا مړه ژواندې حماسه شي
د صميم د ژبې اور ته پوکی ورکړه
چې په ټول وطن خوره د ننګ لمبه شي
د ځواب د شعر د اور غرغرې مړې شوې
د تړون په زړه کې وينه کمه شوې
ځنې نور دې په ډالرو باندې سر دي
له وطن سره يې مينه کمه شوې
ننګرهاره ياره ! بس دی راپاڅېږه
لاس تر زنې تر قيامته په کار نه دی
پښتون مرګ ته ښه په هسکه غړۍ درمي
خو ژوندون يې خجالته په کار نه دی
سره ماڼۍ چې د لينن يې لړزوله
شابه ! بيا يو ځل هماغه ننګرهار شه
رسول خان * دې شاه ځلمو ته ور په ياد کړه
د غليم په سر د تندر يو ګوذار شه
د شهيدې ناوې غچ درباندې پور دی
په نکريزو سره لاسونه يې په ياد کړه
ننګرهاره ياره ، پاڅېږه بيدار شه
د تکبير نعره خوره په ټول هېواد کړه .
نبيله غــــــــــــــــــــــزل
ستا د ننګ اوداحساس لمبې مړې مه شه
د مرګې په خوب ویده نه یم بیداریم
نورپه جنګ باندې څه نه کیږي اغلې
د ننګ کوریمه سپیڅلی ننګرهار یم
ترډهلې اوترتهرانه چې یادیږم
بې له مرګه بې له وینې ، بل څه نه دي
اوس دې دواړوته دسوال لاسونه نیسم
ته مې ګورې ته مې وینې ، بل څه نه دي
زه داجنګ ګټلی نه شم ، سربه وخورم
زما توره خپله نه ده ، دسوال جنګ دی
ما مې خپل قلم ته خپله وینه ورکړه
نورڅه نه دي د پښتون دزوال جنګ دی
ما په هرډګر غلیم ته ماتې ورکړه
چې قلم مې لاس کې نه وو خپله مات شوم
دې خبرې ته اغلې لږه تم شه
څنګه پاتې شوم اغلې څله مات شوم
ورېښمينه ســـــــــــعــــــــادت