چې څه به وکړي دې معما کې راله شک پيدا دى
رايه به ورکړو خو پاچا کې راله شک پيدا دى
نن دي په نه خبره څه ډول خواږه وکتل
جانانه ستا په دې موسکا کې راله شک پيدا دى
ملنګه ستا له اوږدې ږيري او تسپو نه قربان
زور د غيران وو ستا دوعا کې راله شک پيدا دى
واى سل دي ومره يو دي مه مره پخوانى متل دى
مړه پرېږده يې دې وينا کې راله شک پيدا دى
سعيده ما چې دي ليدلې کليوالې پېغلې
د ګلابونو په ښکلا کې راله شک پيدا دى



17.08.2009
- سيد شاه سقيم
په زړه را اوري يوه ګړۍ مي نه هېرېږي جانان زما له لکه وينه په رګونو کې بهېږي جانان
روح به مي والوزي له تنه زاره چاودى به شم خداى مکړه چا که وېل چې نن درنه بېلېږي جانان ...
18.08.2009
- سيد شاه سقيم
سهار ښکلى ښايسته وځت ووګل ګلاب زما په بخت وو
چې دیدن له یې ورتلمهښایسته چمنی تخت وو
خو په پاڼویې ازغي ووپه منګل یې شکول سخت وو
بس چې څنګ ته ورغلمهناګهانه ولویدمه
هم مي ګل رپې رپې شوهم په زړکې زخمي شومه...