زه دې ځار شمه ژڼکیه
ستا له هر ګړندي پله
صدقه شمه لوګی شم
خو لږ تم شه یو څه وایم
آه له سترګو دې قربان شم
زه دې هره بلا واخلم
وا ژڼکيه میړنیه
زه منم چې بهادر يې
تا کفن تر سر تړلي
له جهانه بې پروا يې
ته په دین دومره مین يې
چې کیسه کې د ځان نه يې
آه ..... دا څومره بختور يې
څو شیبې پس به شهید شې
اخ څه لوړه مرتبه ده
جنتونو کې به ګرځې
پيغمبر (ص) سره به ناست وې
کاش زما دومره همت وای
کاش زما دومره ایمان وای
چې دا ستا په شانې ما هم
دا بمونه وای تړلي
زه دې ځار شمه ژڼکیه
تا تړلي خو بمونه
ګړندی ګړندی درومې
د کاپیرو صلیبیانو
په مورچه باندې ورخېږې
زه دې هم په الله سپارم
پرې ورځه الله دې مل شه
زه به تل درباندې ویاړم
یادوم به دې ټپو کې
خو ای ځوانه اندیښنه مي
زړه کې داده ننګیالیه !
نه چې کوم یو مسلمان
څوک بې ګناه درنه زخمي شي
پام چې داسې چېرته نه شي
چې دا ستا په دې بمونو
د سبا صلاح الدین
او یا طارق ژڼی شهید شي
فام وداسې نه چې کومه
خواره مور د شهید کونډه
بوره نه شي لا میراته
نه چې کوم د خدای ولي
ذاکر سپین ګیری تسبې لاس کې
ستا باروت يې شنه لمبه کړي
زه دې ځار شمه ژڼکيه
ستا له هر ګړندي پله
صدقه شمه لوګی شم
ته په دین باندې مین يې
ته له سر او ځوانۍ تیر يې
ستا مقام دی په فردوس کې
پیغمبر (ص) سره به ناست وې
آه .. ته څومره بختور يې
شهادت په لور روان يې
خو بس هغه سات په خیال کې
دا لره څوک مسلمان چې
ستا له بریده شهید نه شي
ځکه بیا نو خدای خبر چې
څوک دیت يې ورله ورکړي
نو پر تا به يې پور پاتې
تا به لوستي وي قران کې
چې که مړ چا بې ګناه کړ
ته وا درست خلک يې وژلي
نو زه ځار دې شم ژڼکیه
زرواري دې له هر پل شم
ته په دین د خدای مین يې
ته ورکوټی مجاهد يې
ته باتور يې میړنی يې
چې خراب شهادت نه کړې
داسې ځای کې پرې ورټوپ کړه
چې یواځې پېرنګیان وي
زه دا غواړمه ژڼکیه
د قیامت په لویه ورځ چې
خدای پوښتنه درنه وکړي
چې په څه باندې شهید وې
چې ته ووايې بې دریغه
چې دا ستا په دین شهید شوم
او خدای وفرمايي هو تا
ریښتیا ووې ریښتیا ووې
او خدای مه کړه نه چې داسې
ستا ځواب ته په غضب شي
چې شهیده ته خبر يې ؟
چې تا مړه له کاپیرانو
بې ګناه مومنان ډیر وو