سر دي په اسمان لگي، منار د آزادۍ يې ته!
پت د افغانانو يې، يادگار د آزادۍ يې ته!
ته يې د مشرق ځمکې، د غرونو د زمرو اواز
ته يې د ځنځير، او زولنو دماتېدو اواز
اې د استقلال څليه! تلوار د آزادۍ يې ته!
ته يې د غازيانو، د سرو وينو ولولو محصول
ته مو د نيکونو، خويندو، ورونو د جذبو محصول
اې د خپلواکۍ نښې!، اختيار د آزادۍ يې ته!
ته د يرغلگرو هر يرغل ته د عبرت مثال
ته يې د ملالې، د ايوب د لوړ غيرت مثال
ته يې "اکبري" گوزار، گوزار د آزادۍ يې ته!
ته يې له ډگر نه، د پردو د تښتېدو شاهد
ته د اجنبيانو د پرهر د شړېدو شاهد
ته يې د بريا نشان، اقرار د آزادۍ يې ته!
ته يې د "امان" د فولادي عزم او پت نشان
ته يې د غازيانو، سرښندنې د غيرت نشان
ننگ د ايشيا يې، افتخار د آزادۍ يې ته!
سترگې د غليم به، تل ړندېږي ستا خنجر باندې
لمر د خپلواکۍ به، تل ځلېږي ستا په سر باندې
پاى لري هر يو خزان، بهار د آزادۍ يې ته!
تل به دې سر لوړ ساتي، ستا واړه اصيل بچيان
څوک چې ځان افغان بولي، او وايي ځان ته يو افغان
اى د آزادۍ څليه!، تلوار د آزادۍ يې ته!
ته يې د وحدت نښه، هېواد د افغانانو کې
را به شي هماغه وخت، په کور د خپلواکانو کې
دا ده د متين ارزو، وقار د آزادۍ يې ته!
انجينر وکيل متين
اسد ٢٨ ١٣٨٨
اگست ١٨ ٢٠٠٩