روژه راغله  را پيدا شولو سوچونه

ورځې لويې شوې لنډېږي ماښامونه

د غوصې نه به دماغ د چا پړسېږي

چې شي پورته و اسمان قيمتونه

هره ورځ به وي ګواښونه د جګړو

دا د ځينو به شي مات پکې سرونه

څوک به صبر خداى ته وکړي په روژه کې

ورپه برخه به ثواب شي جنتونه

ستا ياران به پکې خوښ وي شلمزيه

د شپې لولي او د ورځې کړي خوبونه