سپین غره ای سپین غره
ته څومره لوړ يې
څومره لوی ېې
ستا کنګل شوې څوکې
څومره ښکلې تکې سپینې
لکه سپيڅلې مقدسې پیغلې
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
اې سپین غره !
څومره دنګ ېې څومره لوی
څومره غښتلی
چې دې دا دنګې تکې سپینې څوکې
ان د اسمان د زړه تر سره رسي
او د اسمان سترګې هم تاته اوړي
د باد مهین لاسونه ستا د تن په هر یو نښتر
په هرې لمنځې، او وابختې،زړغونځي تیروي
ورته ځولۍ ځولۍ راګونه او تالونه ښايي
چې یوه شيبه درسره مینه وکړي مسته مینه
بیا دې په سر باندې د تکو سپینو پاڼو باران
هو د نرګسو د ګلانو باران
څومره په ناز وروي
بیا دې اوده کړي لکه ناوې جینۍ
د خپلو سپینو سپینو واورو لاندې
خو،
چې د لمر وړانګې راوځليږي
تر ټولو وړاندې تاته غیږې درکړي
درنه تودې تودې مچکې واخلي
خدیزده په غوږ کې درته څه ووايي؟
ته وا شپیلۍ د اسرافیل ووهي
چې ستا پر مخ د اوښکو دارې راشي
ویالې ویالې شي لارې لارې راشي
دستا وجود خو ټول له تیږې جوړ دی
ته چې زړه نه لرې احساس نه لرې
ته خو غم نه پیژنې درد نه لرې
ته خو زما پشانې نه ېې ته خو هیڅ نه وینې
د چا یتمې ډکې سترګې هم لیدلای نه شې
د چا نهرې وچې شونډې دې زړه نه اوباسي
ته خو زما پشانته نه ېې ته له کاڼي جوړ ېې
د بورو میندو د تندیو خرپ او خروپ نه اورې
نو دغه اوښکې،پر ټټردې نو بیا ولې درومي؟
اناهیتا
غرڅنۍ جرمني