داوښکو پېغله مي سرتوره شوله
د مهاجر غوندې بې کوره شوله

دا هر سحر د ګل په پاڼو ژاړي
ځکه اغزو باندې نسکوره شوله


چا يې په کلي راکټ و ويشتلو ؟؟؟
شوله يتېمه او بې وروره شوله

دا تک سپين رنګ يې ملغلرو غوندې
په سپېرو خاورو تکه توره شوله

هلته تخارکې پښتانه خفه دي
شمله مو ډکه له پيغوره شوره

حفيظ ملياره ارماني دنيا ده
تا چې ګڼله هغه نوره شوله