په وطن موجوړماتم دی
تورتمونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلونو کې مو شپې دي

ګران وطن راته سوراور شو
د دوزخ  لمبې  ترې  خېژي
بل محشر ته حاجت نه شته
قيامتونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

د کابل هره کوڅه مو
ښکلې ښکلې خاطرې دي
اوس يې وران اوويجاړګورم
ګړنګونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

زوړ او ځوان مو شهيدان شول
څوک بې پلاره څوک بې موره
د چا کور جوړ قبرستان شو
زيارتونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردي
په وطن کې چې اوسېږي
ماتمونو کې يې شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

د اسلام په تمه تمه
د کافرو کانې وشوې
هيڅ تميزکولای نه شو
په چرتونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

دنيا ټوله راته خاندي
موږ په چيغو چيغو ژاړو
څه سپين سترګې دنياګۍ ده
سياستونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

افغاني وطن به جوړ شي
که د خدای مهرباني وه
د پردو لاس به لنډېږي
امېدونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي