چې یوه مړه اوښکه دزړه له سمڅو
داسوېلوتوپان راپورته کړي

ترسترګوراشي
پاس دبڼو په څوکوودریږي


ورېږدي لږه
څلورطرفه نظروغړوي

او

دازموږپه وینو سره نړۍ
داپه بارودوسوزیدلې ځمکه
لکه یوه توره بلا
دهغې ښکلې مرغلرې اوښکې
په نظروغوړېږي

لیږ ورته ځیره شي

په غورځیره

خواره واره دانسانانو غړي
ترسترګو یو یو تیرکړي
بیا یې سپوږموته بوی دغوښوورشي

دسوځیدلیو غوښو

دخوړینو وریتو غوښو

په زړه یې ډارننوځي


اخیر په دې خبره وپوهیږي


چې بس انسان دانسانیت دښمن دی

نو وایه


بیا به هغه سپینه اوښکه
زموږدزړونوخونړي دردونه


راسره څومره په رښتیا وژاړي ؟؟؟