عشقه! بوراچې دانازک وزرپه خارشکولی
ښایې چې ګل دښائسته څانګې اغیارشکولی

هیلوتړلې خوشحالې چې یوپه بله پسې
خوشحالې تښتي له بهیره یې مهارشکولی

خیال و زماورباندې پروت لکه وزردافتاب
دستوروکټ بیګا لا روغ  فلک سهارشکولی

ځواني غزل وه غږیدله په ستاردژوندون
غزل شوه ګونګه غمازانوچې ستارشکولی

خانده له اوښکوسره خانده صبحدم ګلابه
پرخه احساس کړه لیونۍ په تایې هارشکولی

لاپښتنه مینه  تر داره  وړي سوغات سرونه
ښکاري رقیب راته بې پته چې یې دارشکولی

غلبېل دي ډیرې  په ګولیو لوپټې دغیور
خیردی لمبوکه دزلموپه سر دستارشکولی

پیغلې پلوکې مخ روڼی مینځي په نم داوښکو
دازادۍناوې یې ساندوکې سینګارشکولی

بلبل دمینې چې سرتېرنیسي په تار د وصل
عقاب دهجر په  خوني منګولوتارشکولی