که لیلا وټومبل اوربل کې درې څلور ګلونه
زما به دهیلو په ګلبڼ کې شي سمسور ګلونه
که سره یو ځای شو نو ستا دمخ پېښې به وکړي
ګلاب ، نرګس، غاټول ، لاله او یو څو نور ګلونه
دوخت شتمنو را نه هر څه تر ګونډو لاندې کړو
موږ غریبان به بویوو دسر په پور ګلونه
ملامت نه دى پر مین چې شیخ نیوکې کوي
ځکه ړانده ته خو هر وخت ښکارېږي تور ګلونه
راځئ له دغه هډوکین قفس نه ووزو پسې
هلته به ولاړ شو چې خواره وي لور په لور ګلونه
خدای دي ودان کړي دحقیار دا نړیدلى کلى
په کار یې نه دي دکشمیر او دلاهور ګلونه