زما چې وینې هره ورځ په هر نامه توېیژي
د تا اتڼ کې څڼې هسې په هوس غوزېژي

د غم پړوني دې د چا د وینو رنګ وویشه ؟
د (ده بالا) د ناوې چیغې تر عرشونو خېژي

د ویاړ پګړۍ دې چې په کومو سرو کیښودلې
د خړ پرتوګ لاندې یې شنه شنه پتلونونه خېژي

د پرګنو د صبر لوښي دې لبریز لبریز کړل
ستا د ناسور پټۍ په وجه یې ټپونه رېژي

سوله خپلېژي چې مو ګوډ مات دا دښمن وشړو
بیا به د ژڼو دنګو پېغلو اتڼونه کېژي

 

 

( ده بالا) د هسكې مېنې كلى