دغم ښکالومې دزړګي دخوني تیر ښوروي
پکې راځوړند ستادښکلي مخ تصویر ښوروي
راځه اشنا چې دخوښۍ لحظې شریکې کاندو
رقیب دمکرپه منګولوراته ویر ښوروي
یوه پرۍ وي له الهامه لمن ډکه راوړي
په نیمه شپه مې دغزل دوره ځنځیر ښوروي
ښایې چې زر په کبرجنوباندې تندر پرېوځي
سترګې اسمان ته سپېرې شونډې یو فقیر ښوروي
چې خوله ترې واخلمه په لاره ځنګیدلی ځمه
لکه شرابو غوندې شونډوکې تاثر ښوروي
د اشنا تورهندو باڼه یې په کرار نه پرېږدي
د ریحان زړه هره ګړۍ لکه کشمیر ښوروي