راشه زما د زړه ا ينې  ته دلته ځان ووينه

چېرته چې ته پکښې اوسېږې  دا جهان ووينه

د زړه په باغ کې مي د عشق دنياګۍ للمه ښکاري

راشه زما د تړمو اوښکو پرې باران ووينه

نه مي په ليچو ستا خوب وکړ نه بنګړي مات شوي

دا چې په اور کې سو ځېدلی دا ارمان ووينه

ساقي! دا ستا په خوم به نن دا خپل زړګی ارام کړم

د اشنا زلفو يم چيچلی ښا ماران ووينه

په شو ګيرو کې زه او شمع دوه په دوه ژړېږو

د خوب بستر کې مي زخمي زخمي هجرا ن ووينه

دا د ګل بڼ د زېړو پاڼو به خزان لا هېر کړې

را شه زما د د ې ژېړ رنګ غمجن دوران ووينه

دا مي تقدير وو که زمان چې در په در يې کړمه ؟

د ارزو ګانو جنازې مي په اسمان ووينه

ستا د راتلو په انتظار کې مي ځواني بايلوده

راشه د خوار حفيظ مليار څيرې ګرېوان ووينه