ستا له خوږو سترګو اثر اخلمه
دا چې دبل تهمت په سر اخلمه
کټوپه لاس کې سپيلني دودوم
د نازولي يا ر نظر ا خلمه
د پخوانۍ مينې زاړه يادونه
له جانان نښه په ګودر اخلمه
د زړه سودا عالمه داسې کوم
د زړه بدل په زړه پرهر اخلمه
نورې سوالګرې اوښکې نه تويوم
له تور اغياره به خيبر اخلمه
که مې بينا سترګې ړندې شي پسې
پاميره ! ستا غزل په زر اخلمه 
27.01.2009
- سيد شاه سقيم
نه ګلاب یم نه وږمه یم یوبڅری ستادعشق یمڅه چې یمه بس دغه یم یو بڅری ستادعشق یم
سپین سحر دهیلو جوړکړم بېرته زیړ مازدیګری شيکله مسک کله خفه یم یو بڅری ستادعشق یم
زه چې ستاتصویر ته ګورم تصور رانه یاغي شي وایم زه هم ستاجلوه یم یوبڅری ستادعشق یم
دهجران توفیق مې نه شته دومره ليرې رانه...
27.01.2009
- سيد شاه سقيم
راشه زما د زړه ا ينې ته دلته ځان ووينه
چېرته چې ته پکښې اوسېږې دا جهان ووينه
د زړه په باغ کې مي د عشق دنياګۍ للمه ښکاري
راشه زما د تړمو اوښکو پرې باران ووينه
نه مي په ليچو ستا خوب وکړ نه بنګړي مات شوي...