نه ګلاب یم نه وږمه یم یوبڅری ستادعشق یم
څه چې یمه بس دغه یم یو بڅری ستادعشق یم
سپین سحر دهیلو جوړکړم بېرته زیړ مازدیګری شي
کله مسک کله خفه یم یو بڅری ستادعشق یم
زه چې ستاتصویر ته ګورم تصور رانه یاغي شي
وایم زه هم ستاجلوه یم یوبڅری ستادعشق یم
دهجران توفیق مې نه شته دومره ليرې رانه مه ځه
غم ځپلی غم زده یم یوبځری ستا دعشق یم
لاس مې جګ کړ ساقي ګوره ستاپه لویه میکده کې
دعوه ګیر په یوه پیاله یم یوبځری ستادعشق یم
دالماسو په دې پړک کې دسپوږمۍ دوطن خدایه !
چېرې زه هم یوه ټوټه یم یو بڅری ستا دعشق یم
حق مې شته دی غضري خو دانګار لامل یې بل دی
ځکه زه هم پټه خوله یم یو بڅری ستا دعشق یم