چې د رحمان بابا مزار ورانوي
د پښتنو ستر افتخار ورانوي

دا د فرهنګ او د ادب دښمنان
زموږ کلتورزموږ یادګار ورانوي

زموږ تاریخ ته دوی په سپکه ګوري
دوی زموږ څلی او منار ورانوي

نن د صوفي عبدالرحمان په پلمه
د تصوف پلونه او لار ورانوي

دوی د انصاف او انسانیت نه لېري
نن که رحمان سبا انصار ورانوي

دا تنګ نظره دتعصب لیونیان
د افغانانو کار او زیار ورانوي

اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسي
چې د افغان ولس ګلزار ورانوي

افغاني!  زموږ د پرګنو یووالی
د دښمن ځاله او اعتبار ورانوي