حمزه چې دادب په اسمان ستورى دسبا وو
حمزه چې دپښتو په قلمکارو کښې يکتا وو
حمزه چې دشلمې صدۍ سر د شعراء وو
حمزه چې دټولنې دمزاج سره اشنا وو

حمزه چې دروڼ فکر په سوب يې لوړ مقام دى
زمونږ دپښتنو دهغه  روح و ته سلام دى

حمزه چې دتخليق دميدان وتى شهسوار وو
حمزه چې وطن پال وو پښتون يار وو اولس يار وو
حمزه چې له رنګ نسل بې پروا  وو عالميار وو
حمزه چې په خپل فن کښې دهمعصرو لوى سردار وو

حمزه چې يې خور کړى دخوږې مينې پيغام دى
زمونږ دپښتنو دهغه روح و ته سلام دى

حمزه چې پښتون شعر ته يې بخښلې يو ځلا ده
حمزه چې پښتون سوچ ته يې ورکړې يو رڼا ده
حمزه چې په پښتون قلم يې کړې يو عطاء ده
حمزه چې پښتون خيال ته يې ورکړې يو ښکلا ده

حمزه چې خبر کړى يې خپل قام دخپل مرام دى
زمونږ دپښتنو دهغه روح و ته سلام دى