څنګه بې وسه څنګه ستړی ستړی کېږې ژونده!
د مات مړوند غوندې په غاړه مي ځړېږې ژونده !
زورور یار دي رانه بېل په یارانه کې نه کړي
د بنګړو بار شوې په بانه بانه ماتېږې ژونده !
لکه څوک باسي له سینې نه ننوتی غشی
داسې په څړیکو د ځوانۍ تر شپو تېرېږې ژونده !
هره شېبه دي وینې وینې زخم زخم راځي
اوس لکه څړیکه په ټپونو کې اوسېږې ژونده !
د دې ځانمرګو او چاودنو په حالاتو کې خو
د اوږو بار شې په سړي باندې غمېږ ې ژونده !
چې نظر نه شي تور وربل د محلو د پېغلې
زما په کېږدۍ کې سپېلني غوندې دودېږې ژونده !
سرزوري مه کوه ترې لوېږې ګوره ! ځان به خوږ کړې
د چا د زلفو په سقیم ټال کې ځنګېږې ژونده ! 
10.03.2009
- سيد شاه سقيم
چې د رحمان بابا مزار ورانويد پښتنو ستر افتخار ورانوي
دا د فرهنګ او د ادب دښمنانزموږ کلتورزموږ یادګار ورانوي
زموږ تاریخ ته دوی په سپکه ګوريدوی زموږ څلی او منار ورانوي
نن د صوفي عبدالرحمان په پلمهد تصوف پلونه او لار ورانوي
دوی د انصاف او انسانیت نه لېرينن که رحمان سبا انصار ورانوي
دا تنګ نظره دتعصب لیونیاند افغانانو کار او زیار ورانوي
اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسيچې د افغان ولس ګلزار ورانوي
افغاني! زموږ...
19.03.2009
- سيد شاه سقيم
مونږه خوړلي دي څپېړې په مخمونږه د ډېرو ناکردو بچي يووزموږ د کلي څراغونه مړه ديمونږه د تورو تورو شپو بچي يووزموږ له شونډو نه خندا ورکه دهمونږه د اوښکو د لېمو بچي يووتالاوالا شول زموږ سره ګلونهمونږه د ژېړو خزانو بچي يووزموږ هويت د ورکېدلو نه دیمونږ دمومندو درانو بچي يووزموږ کاروان په بېرته تللو نه دیموږ د شملې موږ د پښتو بچي يوو...